د ترکیې سفارت: په افغانستان کې ۱،۲ میلیونه افغانان د غالیو په تولید بوخت دي

په افغانستان کې د ترکیې سفارت وایي، چې په افغانستان کې ۱،۲ میلیونه کسان د غالیو په تولید بوخت دي.

د دغه سفارت استازو د غالیو اوبدونکو او صادرونکو د اتحادیې له استازوسره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې له کرنې وروسته د غالیو د تولید په سکټور کې تر ټولو زیات کاري فرصتونه برابر شوي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۱۰مه) پر خپل اېکس لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۱،۲ میلیونه مترمربع غالۍ تولید شوي دي.
یاد سفارت زیاته کړې ده، چې ۹۵ سلنه د غالیو محصولات بهر ته صادر شوي دي.
په افغانستان کې د غالیو کار و بار له لسیزو راهيسې د افغانانو لپاره تر ټولو ښه عاید لرونکی کسب دی.
د غالیو ډېری تولید په کورونو کې د مېرمنو له خوا کیږي.
که څه هم د افغانستان غالۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېر خوښوونکي لري؛ خو د دغه صنعت کاروباریان بیا د صادراتو په برخه کې له جدي ننګونو سرټکوي او وایي، چې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.