د ټرمپ په اړه د بایډن ټوکه: زه هغه لوی سړی یم چې له شپږ کلن ماشوم سره سیالي کوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

جوبایډن د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې په کلنۍ میلمستیا کې په خپله وینا کې د امریکا د ولسمشر د عمر په اړه د ډونالډ ټرمپ نیوکو ته په طنز او ټوکو ځواب ورکړ.

بایډن په ټوکو وویل:«هو، عمر یوه موضوع ده، زه هغه لوی سړی یم چې د شپږ کلن ماشوم سره سیالي کوي.»

خو د امریکا ولسمشر د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې عمر د ده او د هغه د مخکیني مشر تر منځ یوازینی ټکی دی: « زما مرستیال هم دا موضوع تاییدوي.»

جو بایډن ۸۱ کلن او د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه سیال ډونالډ ټرمپ ۷۷ کلن دی.

ډونلډ ټرمپ پر جوبایډن د زړښت له امله برید وکړ. البته دا مسله د یو شمېر نورو سیاستوالو او امریکایي رایه ورکونکو له خوا د نیوکې او اندېښنې وړ​​ ده.

د سپينې ماڼۍ د خبريالانو کلنۍ مېلمستيا د شنبې په ماښام په واشنګټن کې په داسې حال کې جوړه شوه چې په سلګونو فلسطين پلوي لاریون کوونکي د هغې ودانۍ مخې ته راټول شوي وو چې دغه غونډه پکې جوړه شوې وه.

جو بایډن د ډېرو لاریون کوونکو د راټولېدو له امله د شا دروازې له لارې ودانۍ ته ننوت.

د راټولېدنې دغه مراسم په طنز او ټوکو ټکالو مشهور دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ