د یوې څېړنې پایلې: ډېری چینایي کیبورډ پروګرامونه هکرانو ته د جاسوسۍ زمینه برابروي

د سټیزن لب سازمان د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې د ډېرو چینایي کاروونکو له خوا د استفادې وړ تقریبا د ټولو پروګرامونو کیبورډونه داسې امنیتي سیستم لري، چې د خلکو د ټایپ له امله جاسوسۍ ته فرصت برابروي.

کشف شوي معلومات ښيي؛ هغه معلومات چې دا کیبورډونه خپل سرور ته لیږي، د سایبري مجرمانو او دولتي برید کوونکو له خوا د کشفېدو وړ وي.

د څېړونکو په وینا؛ دا امنیتي سرغړونې له کلونو راهیسې په دې پروګرامونو کې شته او دا موضوع کېدی شي، چې د برید کونکو له خوا د سواستفادې وړ ګرځېدلې وي.
سټیزن لب چې د ټېکنالوجۍ او امنیتي څېړنو په برخه کې په ټورنټو پوهنتون پورې تړلی دی هم ټینګار کوي؛ درې چینایي کیبورډونه چې د نامتو شرکتونو تنسنټ، بایډو او ایلای ټک له لوري جوړ شوي، ډېری چینایي کاروونکي یې کاروي.
څېړونکو په خپله څېړنه کې موندلې ده، چې د دې کیبورډونو څخه نږدې هېڅ یو د دې وړتیا نه لري، چې ډاټا په سمه توګه کوډ کړي او د کاروونکو له خوا ټایپ شوې مینځپانګې خوندي کړي.
په دې منځ کې یوازې د هواوې شرکت د ټلیفونونو کیبورډ امنیتي ستونزې نه لري.
څېړونکو تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې په ورته څېړنه کې موندلې وه، چې مشهور چینایي کیبورډ "سوګو" د کوډ کولو پروتوکول نه کاروي.
د دې څېړنې پایله د دې لامل شوه، چې دوی د خپلو څېړنو لمن نورو برخو ته هم پراخه کړي.
اوس نوې موندنې ښیې، چې د چینایي کیبورډونو زیانمنتیا د پخواني تصور په پرتله خورا پراخه ده.
د پرینسټون پوهنتون د دوکتورا برخې محصل او د وروستي راپور یو لیکونکی مونا وانګ وایي، چې د دې موضوع قیاس کول د دوی د ټیم لپاره زړه بوږنوونکی و.
سټیزن لب اټکل کوي، چې په يادو شويو پروګرامونو کې تر يو ميليارد وګړي د زيانونو له امله اغېزمن شوي دي.
له بلې خوا؛ له دې زیانونو څخه سواستفاده دومره ستونزمنه نه ده او د همدې مسالې د ګواښ کچه زیاتوي.
څېړونکي په همدې اساس په دې باور دي، چې په دغو کیبورډونو کې امنیتي نیمګړتیاوې د هکرانو له خوا کارول شوي دي.
د یادولو ده، چې تر اوسه د دې موضوع د ثابتولو لپاره کوم ثبوت نه دی ترلاسه شوی.