امریکا کې پر غزې د اسراییل د جګړې پر ضد د لاریون کوونکو د نیولو لړۍ روانه ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

په امریکايي پوهنتونونو کې پر غزې د اسراییل د جګړې پر ضد د فلسطیني زده‌کړیالانو لاریونونه روان دي او د لاریونیانو د نیولو لړۍ هم دوام لري.

په وروستیو پېښو کې، ۲۳ زده‌کړیالان د شنبې ورځ په انډیانا پوهنتون کې او ۱۰۲ نور په بوسټن کې د نورډ ایسټرن پوهنتون کې ونیول شول.

د پولیسو چارواکو ویلي، چې د انډیانا پوهنتون له زده‌کړیالانو یې وغوښتل، چې خپلې خیمې لیرې کړي، خو هغوی له دغه امره سرغړونه کړې. د پولیسو په وینا یو شمېر یې د همدې سرغړونې له امله نیولي دي.

په بوسټن کې د نورډ ایسټرن پوهنتون هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پوهنتون ته یې هغه مهال پولیس راوبلل کله چې د لاریونونو یو شمیر سمبالوونکو چې له پوهنتون سره یې تړاو نه لرل د لاریون کوونکو محصلانو په ډله کې ننوتي وو.

۶۹ نور اعتراض کوونکي زده‌کړیالان د ایروزونا ایالت په پوهنتون کې هم نیول شوي.

دغه پوهنتون هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د دغه پوهنتون د زده‌کړیالانو، استادانو او کارکوونکو له ډلې نه دي، یوې ډلې چې د اعتراض خیمې درولې، د پولیسو له امر څخه له سرغړونې وروسته نیول شوي دي.

دفلسطین پلوه محصلانو لاریونونه هغه مهال د امریکا په ټولو پوهنتونونو کې پراخ شول چې پولیسو تېره اونۍ د کولمبیا په پوهنتون کې شاوخوا ۱۰۰ لاریون کوونکي زده‌کړیالان ونیول.

دا کړنه د دې لامل شوه چې لاريونونه نورو پوهنتونونو ته وغځېدل او پوليسو ګڼ شمېر زده‌کړیالان ونيول.

دغه زده‌کړیالان په غزه کې د اوربند، د اسراییلي پوځ اړوند شرکتونو سره د خپلو پوهنتونونو د اړیکو د ختمولو او دغه راز له دغه هیواد سره د امریکا د پوځي مرستو د بندېدو غوښتنه کوي.

د لاریون کوونکو په نورو غوښتنو کې د هغو محصلانو او کارکوونکو لپاره بخښنه ده چې د اسراییل پر ضد د لاریونونو په ترڅ کې د انضباطي ګامونو او ګوښه کولو سره مخامخ شوي دي.

تر دې دمه د امریکا په بېلابېلو پوهنتونونو کې سلګونه محصلان نیول شوي چې د پولیسو له لوري د لاریونونو له ځای څخه د وتلو امر یې نه دی منلی.

د محصلانو د دغه غورځنګ فعالانو له پراخو نیول کېدو سره هم خپلو لاریونونو ته د دوام ورکولو ژمنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ