د سنټکام پخوانی قومندان: امريکا له ۲۰۱۰ مخکي د ایران د اټومي پروګرام د ختمولو تمرین کاوه
د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ سنټکام پخوانی قومندان ډيويډ پيټریاس مکس نيوز ته ويلي، چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د ده په وره کې امريکا د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو پلان جوړ او ان پر هغه يې تمرين کاوه.
هغه وویل، چې اسراییل د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره ټوله وړتيا نه لري او باید د دې لپاره پر امریکا تکیه وکړي.
پيټرياس ټينګار وکړ، چې که څه هم ایران د یورانيمو د تولید له اړخه غني شوی او د وسلو کچې ته نژدې شوی؛ خو امریکا او اسراييل به هيڅکه تهران ته اجازه ورنه کړي، چې اټوم بم جوړ کړي.