د ملګرو ملتونو چارواکی: په غزه کې د ناچاوده بمونو د ډېریو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماینونو پر وړاندې د مبارزې مشر ویلي، پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۳۷ مېلیونه ټنه پاتې شوني ډېرۍ شوي چې د ناچاوده بمونو څخه ډکې دي.

پهر لودهمار وویل، ۶۵ سلنه نړېدلې ودانۍ د خلکو استوګنځي وو او د دغو ودانیو د کنډوالو پاکونه به ۱۴ کاله وخت ونیسي.
د غزې تړانګې پراخې برخې د اسراییل د بریدونو په پایله کې په کنډواله بدلې شوې.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل، هغه مرمۍ چې توغول شوې لس سلنه یې ناچاوده پاتې دي او باید د ماین پاکۍ د ډلو له‌خوا پاکې شي.
په غزه کې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د اکټوبر له اومې نېټې تر دې دمه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان وژل شوي دي.