طالبان وايي، چې اروپايي ټولنه افغانستان سره نږدې ۳۲ میلیونه یورو مرسته کوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د طالبانو د اقتصاد وزارت وايي، چې د اسايي هېوادونو لپاره د اروپايي ټولنې استازو د د دغې ډلې د اقتصاد وزیر سره په لېدنه کې ويلي، چې افغان سوداګرو ښځو ته د وړو پورونو او د چاپیریال په برخه کې افغانستان سره ۳۱.۸ میلیونه یورو مرسته کوي.‌

اروپايي ټولنې د ماشومانو د خوار ځواکۍ سره د مبارزې او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخو کې هم د مرستو ژمنه کړې ده.

د طالبانو اقتصاد وزارت نن شبنه پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې اعلامیه کې ویلي،‌ چې د دغې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د اروپايي ټولنې د اسیايي اړیکو د څانګې له مشر پيترس اوستوبس او د افغانستان لپاره د اوپايي ټولنې له شارژدافیرې رافيلا يوديچې سره لیدلي دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت ويلي، چې د اروپايي ټولنې دغو استازو ژمنه کړې، چې افغان سوداګرو ښځو ته د وړو پورونو د ورکړې لپاره به د ۱۱.۸ مېليونو يورو مرسته وکړي.

د وزارت د معلوماتو له مخي، اروپايي ټولنه د افغانستان په ۲۵۰ کليو کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ۲۰ مېليونه يورو په ارزښت مرسته کوي او ځني پروژې به پيل کړي چې په سیمه کې به شاوخوا ۳۰ زرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د طالبانو د اقتصاد سرپرست وزير دین محمد حنيف د اروپايي ټولنو له مرستو هرکلۍ کړی او د نوري همکاريو هيله يې څرګنده کړې ده.

نوموړي د اروپايي ټولنې له استازو غوښتي، چې بشري مرستي دي په پراختيایي مرستو بدلي کړي، څو په افغانستان کې بيوزلي کنټرول، د بې کارۍ کچه ټیټه او د کورنيو اقتصادي وضعت ښه شي.

تر دې وړاندي اروپايي ټولنې ويلي و، چې د کډولو له نړیوال سازمان سره یې ۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې څو له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو سره همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ