امریکا کې د غزې په ملاتړ لاریونونه؛ دغه لاریونونه د امریکا نورو لویو ښارونو ته هم وغځېدل
په امریکا کې د غزې په ملاتړ لاریونونه د هاروارډ، تګزاس، براون او سوېلي کالیفورنیا پوهنتونونو ته هم وغځېدل. داسې راپورونه هم لاس په لاس کېږي، چې ډېری دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او پولیسو ډېری دغه زدهکړیالان نیولي هم دي.
ورته مهال د لاس انجلس پولیسو منلې، چې تر دې دمه یې ۹۴ معترض زدهکړیالانو نیولي دي.
له بل پلوه د استین په تګزاس پوهنتون کې پولیس راټول شوي او د زدهکړیالانو د لاریون مخه یې نیولې او په دې لړ کې له معترضو زدهکړیالانو سره په نښته کې ځیني زدهکړیالان یې هم نیولي دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په امریکا کې د فلسطین د ملاتړو زدهکړیالانو نېونه غندلې وه.
د ملګرو ملتونو ویاند مرستیال په دې اړه ویلي و:« موږ تل ویلي، چې د بیان ازادۍ او د سولهییزو اعتراضونو ملاتړي یو.»
دغه لاریونونه وړمه ورځ د امریکا د کولمبیا زدهکړیالانو پیل کړل، چې وروسته بیا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.