د نایجریا له بندخونې د سېلابونو د راوتلو له امله څه باندې سل بندیان وتښتېدل
د نایجریا په سولجای ښار کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو له راوتلو سره لږ تر لږه ۱۱۸ بندیان د دې ښار له بندخونو څخه وتښتېدل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د دغې بندخونې یوه مسوول ویلي، چې تر اوسه ۱۰ تنه تښېدلي بندیان بېرته نیول شوي دي.
ادامو دوزا ویلي، چې یاد شمېر بندیان د بندخونې د ودانۍ له ویجاړېدو او د دیوالونو له لوېدو وروسته له بندخونې تښتیدلي دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې تښتېدلو بندیانو ته پام وکړي او د هر ډول شکمنې پېښې په په له امنیتي ځواکونو سره اړیکه ونیسي.
نایجریایي چارواکو د تښتېدلو بندیانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي؛ خو په تېرو وختونو کې د بوکو حرام ډلې غړي په سولجا ښار په بندخونه کې بندیان شوي وو.