ملګرو ملتونو په غزه کې د ډله‌ییزو قبرونو د موندلو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

وروسته له هغې چې د غزې په الناصر او الشفا روغتونونو کې له دوو ډله‌ییزو قبرونو څخه تر ۳۰۰ ډېر مړي وموندل شول، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په دې اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

د الجزیرې د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې تېره ورځ له الناصر روغتون څخه ۳۲۴ جسدونه راوړل شوي دي.
د فلسطیني چارواکو په وینا، په موندل شویو جسدونو کې ښځې، د پاخه عمر خاوندان او ناروغان شامل دي چې یوازې یو څو یې پېژندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د سه شنبې په ورځ د دغو وژنو په اړه د یوې خپلواکې، اغېزمنې او رڼې څېړنې غوښتنه وکړه.
پر دې سربېره امریکا هم په غزه کې د ډله‌ییزو قبرونو د موندلو په اړه له اسراییله د څېړنې غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د غزې په سوېل رفح ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د اسراییل په تازه هوایي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ زره ۲۶۲ فلسطینیان وژل شوي او ۷۷ زره ۲۲۹ نور بیا ټپیان دي.