د امریکا کانګرس اوکراین او اسراییل ته د ۹۵ میلیارد ډالرو لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس پرون د اوکراین، اسراییل او تایوان لپاره د ۹۵ میلیاردو ډالرو د مرستو بسته د رایو په اکثریت سره تصویب کړه. تمه کیږي، چې د امریکا ولسشمر جوبایډن به دغه لایحه نن لاسلیک کړي.

له دې مرستو څه باندې ۶۰ میلیارده ډالره یې اوکراین، ۲۶ میلیارده ډالره یې اسراییل، ۹،۱ میلیارد ډالره یې بشري اړتیاوو او ۸،۱۲ میلیارده ډالره د هند او ارام سمندرګي او دغه راز تایوان ته ځانګړې شوې دي.
د امریکا ولسي جرګې دا لایحه تېره اونۍ تصویب کړه.
جوبایډن د سې شنبې په ورځ ناوخته یوې بیانیې په خپرولو سره د کانګرس لخوا د دغې مهمې لایحې د تصویب هرکلی وکړ.
بایډن وویل، متحده ایالات د خپلو هغو ملګرو ملاتړ کوي چې د "حماس په څېر د ترهګرو او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر د استبدادي کسانو" پر وړاندې د ځان دفاع کوي.
مشرانو جرګه یا سنا کې د ډیموکراټانو مشر وویل، چې دا لایحه ټولې نړۍ ته د امریکا پيغام دی: «مونږ تاسو ته شا نه اړوو.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم د دې لایحې د تصویب هرکلی وکړ.