اسراییل په غزه کې د بیت‌لاهیا ښار له اوسېدونکو غوښتي، چې خپلې مېنې پرېږدي

د غزې په شمالي برخه کې د اسراییل د نویو درنو بریدونو سره هم‌مهاله، د دغه هېواد پوځ د بیت‌الاهیا ښار څلور سیمې «ګواښوونکې» یادې کړې. اسراییل د دغو سیمو له اوسېدونکو غوښتي، چې خپلې مېنې پرېږدي او هغو دوو سیمو ته چې د اسراییل پوځ ځانګړې کړې، ولېږدېږي.

په همدې حال کې فلسطیني رسنیو د غزې په شمالي برخو کې پر بیت‌لاهیا، بیت حانون او شیخ زاید ښارونو د اسراییل د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.
همدارنګه ویل شوي، چې د غزې تړانګې په مرکز کې د کډوالو پر نصیرات پنډغالي د اسراییل په برید کې څلور تنه وژل شوي دي.
د حماس یوه چارواکي بیا د العربیه سره په خبرو کې ویلي، چې دغې ډلې له منځګړو سره د اروبند په تړاو څلور وړاندیزونه کړي دي؛ خو اسراییل هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي نه دی.