د ترکمنستان یو لوړپوړی پلاوی د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا د خبرو په موخه کابل ته راغلی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ترکمنستان یو لوړپوړی پلاوی د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د غویي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پلاوی د سوداګرۍ او ټرانزیت د پراختیا په برخه کې په ترکمنستان کې د افغان او د دې هېواد د چارواکو د خبرو په دوام نن مازدیګر کابل ته راغلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ټرانزیت د پراختیا په اړه هم یوه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
څه موده مخکې د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته سفر کړی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه د ګډو همکاریو او اسانتیاوو د رامنخته کولو په اړه خبرې کړې وې.
که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په شان د طالبانو اداره په رسمیت نه پيژني، خو دغه هېواد له یادې ډلې سره ښې سوداګریزې اړیکي لري.
د راپورونو له مخې، اوس مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه څلور نیم سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپورونه ښيي، چې له افغانستان څخه یوازې یو نیم میلیونو ډالره صادرت کیږي او پاتې نور یې له دغه هېواد څخه افغانستان ته واردات کیږي.