د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه پر ایران نوي بندیزونه لګوي
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په لوګزامبرګ کې سره راټول شوي؛ څو پر اسراییل د سپاه پاسداران د بې ساري برید په غبرګون کې پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو پلان جوړ کړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل د دوشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) وویل، چې د دغې اتحادیې غړو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د پروګرامونو پر وړاندې د بندیزونو د پراخولو او دغه راز د تهران نیابتي ځواکونو ته د هغوی د سپارلو په اړه هوکړه وکړه.
بورل له دغې ناستې وروسته وویل، چې د دې اتحادیې غړو هوکړه وکړه، چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو په وړاندې موجوده بندیزونه پراخ کړي؛ څو توغندي او د وسله والو ډلو او نورو هیوادونو لکه روسیې ته یې د احتمالي لیږد مخه ونیول شي.
که څه هم د ایران سپاه پاسداران د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامل دی، خو یو شمېر هېوادونه غواړي چې ټول اروپایي هېوادونه دې سپاه پاسدارن د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي.
د اروپايي ټولنې دوو سترو قدرتونو فرانسې او المان په دې وروستیو اونیو کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د تولید په برخه کې د ګډودۍ د رامنځته کېدو په موخه ایران ته د دوه اړخیزو توکو پر صادراتو د لا زیاتو بندیزونو د لګولو ملاتړ کړی دی.
له دې سره، امریکا او برېتانیا هم پر اسراییل د ایران د برید په غبرګون کې په ایران بندیزونه ولګول.
برېتانیا پر اسراییل د ایران له برید وروسته د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په ګډون پر ۱۳ کسانو او بنسټونو بندیزونه ولګول او د امریکا متحدو ایالتونو هم پر ۱۶ کسانو او دوو بنسټونو چې ایران ته د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې زمینه برابروله بندیزونه ولګول.
د یادولو ده، چې تېره جمعه د اېټاليا په كاپري ښار كې د جي اوه د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلې غونډې په پاى كې اعلان وكړ، چې د ایران د بې ثباتۍ د زیاتېدو لپاره چمتو دي، څو پر تهران بندیزونه زیات کړي.