د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان: ایران په نېږدې ۴ میاشتو کې ۱۴ افغانان اعدام کړي

د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان وایي، چې ایران د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې ۱۴ افغانان اعدام کړي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې؛ ایران تېر کال ۲۸ افغانان اعدام کړي وو.

بل خوا د حال‌وش بشري حقونو سازمان په دې وروستیو کې ووېل، چې د پنجشنبې په سهار (د وري په ۳۰مه) د مشهد په وکیل اباد بندخونه کې ۴ افغان بندیان اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان زیاته کړې، چې د وري په ۲۹مه هم د تبریز په مرکزي بندخونه کې یو ۳۳ کلن افغان د ولي الله بختاور په نوم اعدام شو.
د یاد سازمان د راپور له مخې؛ ولي الله بختاور درې کاله مخکې د وژنې په تور نیول شوی و او په اعدام محکوم و.
د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د موندنو پر بنسټ؛ د دغو بندیانو په اعدام سره د روان کال له پیل راهیسې د افغان بندیانو د اعدام شمېر ۱۴ کسانو ته ورسېد.
د یاد شمېر بندیانو اعدام تر اوسه د ایران رسمي سرچینو اعلان کړې نه دی.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، چې د دغه هېواد په بندخونو کې شاوخوا شپږ زره افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.