په ترکیه کې د اسماعیل هنیه او رجب طیب اردوغان لیدنه

د حماس د دفتر سیاسي مشر اسماعیل هنیه د شنبې په ورځ (د غویي په لومړۍ نېټه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولیدل. له دغې لیدنې وړاندې، ترکیې او عمان ته د حماس د سیاسي مشرانو د لېږد او مذاکرې په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو.

د اسماعیل هنیه او مل پلاوي سره یې د اردوغان دغه لیدنه د استانبول په دولما باغچه ماڼۍ کې د تړلو دروازو ترشا ترسره شوه.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتس د هنیه او اردوغان دغې لیدنې ته پر اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره غبرګون ښودلی.
کاتس لیکلي: «د اخوان‌المسلمین اتحاد: جنسي تېری، وژنه، د جسدونو سره ناوړه چلند او د نویو زېږېدلو ماشومانو وژنه. تاته د شرم ځای دی اردوغانه!»
الشرق ورځپاڼې د ترکي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې حماس د دغه هېواد سره له قطره د خپل مرکزي دفتر او مشرانو د لېږد په اړه د مذاکرې په حال کې دی.
امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هم تر دې وړاندې د عربي هېوادونو د چارواکو له قوله خبر ورکړی و، پر قطر د نړۍوالو فشارونو ډېرېدو سره هم‌مهاله د حماس مشران له قطره د وتو په اړه د ارزونې په حال کې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د حماس مشران په وروستیو کې د سیمې دوو هېوادونو له هغې ډلې عمان سره یې د خپل دفتر د لېږد په اړه خبرې اترې کړې دي.
وال‌سټریت ژورنال په کب میاشت کې د حماس او مصري چارواکو له قوله راپور ورکړ، که د یرغمل شویو پر ازادۍ او په غزه کې پر اوربند هوکړه ونه کړي؛ نو دوی له دغه هېواده باسي.
قطر په ۲۰۱۲ کال کې د ایران له ملاتړه برخمنې حماس ډلې ته اجازه ورکړه، چې په دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي.
دغه دفتر اوس هم په دوحه کې فعال دی.
د حماس سره اړیکو د حماس او اسراییل په جګړه کې قطر په یو منځګړي بدل کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، قطر په غزه کې د میاشتنیو مرستو تر څنګ هره میاشت ۳۰ مېلیون ډالره کورنیو ته د هغوی د برېښنا د تامینولو لپاره پر سون توکو هم لګوي.