وال‌سټریټ ژورنال: د حماس مشران له قطره د وتو په اړه د ارزونې په حال کې دي

وال‌سټریټ ژورنال د عربي هېوادونو د چارواکو له قوله لیکلي، پر قطر د نړۍوالو فشارونو د زیاتېدو سره هم مهاله حماس د دې ارزونه کوي چې څنګه له دغه هېواده پښې سپکې کړي.

د راپورونو له مخې، د حماس مشران په دې وروستیو کې د دوو هېوادونو له هغې ډلې له عمان سره په خبرو لګیا دي چې هلته کډه وکړي.
د کب په میاشت کې وال سټریټ ژورنال د حماس او مصري چارواکو له قوله لیکلي و، چې قطر د حماس مشرانو ته ګواښ کړی که په غزه کې د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو او اوربند هوکړې ته غاړه نه ږدي؛ نو هغوی به له دغه هېواده وباسي.
قطر په ۲۰۱۲ کال کې د حماس ډلې ته چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، اجازه ورکړه چې په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي.
دغه دفتر تر ننه پورې په دوحه کې فعال دی.
له حماس سره اړیکو قطر د حماس او اسراییل تر منځ په ټولو جګړه‌ییزو حالاتو کې په یو منځګړي بدل کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، قطر په غزه کې د میاشتنیو مرستو تر څنګ هره میاشت ۳۰ مېلیون ډالره کورنیو ته د هغوی د برېښنا د تامینولو لپاره پر سون توکو هم لګوي.