اکسیوس: اسراییل غوښتل چې د دوشنبې په ورځ پر ایران برید وکړي، خو دغه پرېکړه یې وځنډوله

د اکسیوس خبري ویب پاڼې د اسراییل او امریکايي سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې اسراییل پتییلې وه د دوشنبې په شپه د وري په ۲۷مه پر ایران برید وکړي؛ خو دغه پرېکړه یې وروسته وځنډوله.

یو امریکايي چارواکي ویلي، چې اسراییل په هغه ورځ د دغه برید د ځنډ په اړه واشنګټن ته خبر ورکړی و.
یوه امریکايي چارواکي د اسراییل د دغه غچ اخیستونکي برید په اړه وویل:« موږ ډاډمن نه یو، چې اسراییل ولې او په کومه کچه یو رښتیني برید ته نږدې شوی و.»
یو بل امریکايي چارواکي ومنله، چې د اسراییل د جګړې کابینې د دوشنبې په ورځ له غونډې وروسته امریکا ته ویلي و چې په هغه شپه به برید نه کېږي.
پر اسراییل د ایران له‌خوا برید چې د شنبې په شپه وشو، دا دویم ځل دی چې اسراییل د دغه برید په ځواب ورکولو کې ځنډ راولي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د ایران پر خاوره «د اسراییل یو کوچنی برید» ښايي د ایران له‌خوا پر غچ اخیستونکي برید بدل شي.
د بایډن اداره هیله منه ده، چې د اسراییل له‌خوا ځوابي برید به د ایران د شنبې د شپې د برید پرتله محدود وي او د دواړو هېوادونو ښکېلتیا ته به پای ورکړي.