د هند پولیسو په چتیسګړ ایالت کې د ۲۹ 'ماویست یاغیانو' د وژل کېدو خبر ورکړی
د هند د ټاکنو په درشل کې د هند په ختیځ کې د چتیسګړ ایالت پولیسو په یوه وسله واله نښته کې ۲۹ «ماویست یاغیان» وژلي دي. ماویستان په مرکزي او ختیځ هند کې هغه ډله ده چې د هند د حکومت د نسکورولو لپاره جنګیږي.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې جګړه کې درې هندي امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او دوه جګپوړي ماویست قوماندانان وژل شوي دي.
ماویستان هغه وسله وال دي چې ځانونه د بې وزلو خلکو استازي ګڼي چې تل د حکومت له اقتصادي پراختیايي پروګرام څخه پاتې شوي دي.
دغه ډله وايي چې دوی د دولت په طبیعي زیرمو باندې د بې وزله بزګرانو او کارګرو د واک د زیاتولو لپاره جګړه کوي.