د امریکا او چین د دفاع وزیرانو ویډیويي غونډه وکړه

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین او د هغه چینایي سیال دونګ جون د ویډیو کنفرانس له لارې لیدنه وکړه. په دې مجازي غونډه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو او د سیمې او نړۍ په نورو امنیتي مسلو خبرې وکړې.

اسټین د سمندري تګ راتګ ازادۍ ته د درناوي اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکا به په هرځای کې د نړېوالو قوانینو په رڼا کې اجازه ورکړي سمندري تګ راتګ په اسانه دوام ولري.
اسټین د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې او د شمالي کوریا د پاروونکو ګامونو په اړه هم خبرې وکړې.
د چين د دفاع وزير هم پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه بايد په تدريجي ډول د متقابل باور د پيدا کولو لارې چارې ولټوي او پوځي اړيکې له ټکر څخه لرې او د همکارۍ او ښه نیت پر بنسټ ټينګې کړي.