د بریتانیا پارلمان له ۱۵ کالو پر ټیټ عمره ماشومانو د سګرټ پلورلو د منعې تګلاره تصویب کړه

د بریتانیا پارلمان د هغه هېواد د لومړي وزیر ریشي سونک هغه تګلاره ومنله، چې له مخې یې له ۱۵ کالو به کم عمره ماشومانو او یا له هغې هم په ټیټ عمر کې ماشومانو د سګرټو پلور منعه کېږي.

د ریشی سونګ د ګوند ځیني غړي لکه لیز ټراس او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر بورېس جانسون د دغې تګلارې سره په مخالفت کې دي.
د ځوانانو لپاره پر سګرټو د دغه بندیز مخالفین وايي، حکومت ته نه ښايي چې د خلکو د ژوند په چارو کې لاسوهنه وکړي.
خو له دې سره، سره د تنکیو ځوانانو لپاره د سګرټو په خرڅلاو د دغه نوي بندیز تګلاره په پارلمان کې د ۳۸۳ موافقو او ۶۷ مخالفو رایو تصویب شوه.
د ۲۰۲۲ کال شمېرې ښيي، چې په بریتانیا کې شاوخوا ۶.۴ مېلیونه کسان سګرټ څکوي.

دغه شمېر د ګڼو اروپايي هېوادونو لکه اېټالیا، جرمني او فرانسې پرتله کم دی.