ټېسلا د موټرو د پلور د کمېدو له امله په ټوله نړۍ کې خپل ۱۰٪ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي
د رویټرز خبري اژانس له خوا د دوشنبې په ورځ لیدل شوي اسناد ښيي، چې ټېسلا به د خپل نړۍوال کاري ځواک څه باندې ۱۰٪ له دندو ګوښه کړي. د دغې پرېکړې لامل د ټېسلا موټرونو د پلور د کچې راټیټیدل او د برقي موټر په مارکيټ کې د بیو د راټیټولو لپاره شدید رقابت بلل شوی دی.
د برقي موټرو د جوړولو په دغه کمپنۍ کې د بې ثباتۍ یوه بله نښه دا ده، چې د ټېسلا کمپنۍ مشر مرستیال ډریو باګلینو چې د دغې کمپنۍ د بیطرۍ جوړولو د پراختیا مسوول دی او روهان پټیل چې د عامه پالیسۍ او سوداګرۍ پراختیا مرستیال دی، دواړه د دوشنبې په ورځ د اېکس ټولنیزې شبکې له لارې د دغه کمپنۍ څخه خپلې استعفاوې اعلان کړي دي.
ښاغلی باګلینو د ټېسلا د مشرتابه ټیم کې یو له څلورو غړو څخه و، چې د شرکت پانګوالو پر ویب پاڼه یې نوم لیکل شوی و.
له دغو څلور کسانو یو بل د کمپنۍ اجراییوي مشر ایلن ماسک دی.
ماسک پر اېکس ټولنیزې شبکې د باګلینو یاداشت ته په ځواب کې د هغه له هڅو څخه مننه کړې ده.
ښاغلي ماسک د هغه په ځواب کې ویلي: "ډېرو لږو کسانو ستاسې په شان د کمپنۍ په چارو کې مرسته کړې ده."
د پانګونې د چارو یو کارپوه مایکل ایشلي ویلي؛ د دغو دوو کسانو استعفاوې ښيي، چې له لویې ودې وروسته اوس ټېسلا له جدي ستونزو سره مخامخ ده.
هغه دغه خبر د ۱۰٪ کارکوونکو له ګوښه کولو هم لوی خبر بللی دی.
د بازار د ارزښت له پلوه د نړۍ ترټولو لوی موټر جوړونکي ټېسلا د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر میاشت کې ۱۴۰ زره او ۴۷۳ کارکوونکې لروده، خو اوس دا لا روښانه نه ده چې د دغو ۱۰٪ دندو کمېدو سره به په دقیقه توګه څومره کسان بېکاره شي.
د امریکا په کالیفورنیا او ټېکساس ایالتونو کې د دغې کمپنۍ ځینو کارمندانو ته لا له وړاندې ویل شوي وو چې خپلې دندې به له لاسه ورکوي.
ایلن ماسک ویلي: "لکه څنګه چې موږ خپله کمپنۍ د ودې راتلونکي پړاو لپاره چمتو کوو، باید په هره برخه کې لګښت کم کړو او د تولید په ډېرولو تمرکز وکړو"