د طالبانو رسنۍ: ایران هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د طالبانو پر وړاندې سیاسي فعالیت وکړي
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په کابل کې د ایران د سفیر د مرستیال له قوله لیکلي، چې دغه هېواد هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د طالبانو پر وړاندې سیاسي فعالیت وکړي.
حسن مرتضوي دغه خبرې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کننه کې مطرح کړې.
د یادې رسنۍ په راپور کې دغه راز راغلي، چې ښاغلي مرتضوي مولوي عبدالکبیر ته ویلي، چې ایران هڅه کوي؛ څو د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو لپاره د مثبت تعامل زمینه برابره کړي.
د طالبانو په خبره؛ ښاغلي مرتضوي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پراخوالي غوښتنه هم کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې له طالبانو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، اسلامي جمهوریت په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاره تر هغه وروسته یې له دغې ډلې سره خپلې ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې هم پیاوړې کړې.
دغه ایراني چارواکی په داسې حال کې د مخالفینو له سياسي فعاليتونو د ايران د نه ملاتړ په اړه یادونه وکړه، چې "د افغانستان مقاومت جبهې" ته يوې نږدې سرچينې د وري په ١٨مه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې ايراني پوليسو د دغې جبهې درې غړي له داعش وسله والې ډالې سره د غړیتوب په تور نيولي دي.
د انتظامي ځواکونو ویاند سعید منتظرالمهدي د وري په اتلسمه نېټه وویل، چې د البرز ولایت انتظامي قومندانۍ اطلاعاتي سازمان د داعش لوړپوړی غړی محمد ذاکر مشهور په رامش او ددغې ډلې دوه نور غړي نیولي دي.