د ایران له برید وروسته، د اسراییل متحدینو له دغه هېواده غوښتي چې له زغمه کار واخلي

د دوشنبې په ورځ اسراییل د خپلو متحدینو له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخامخ شوی او ترې غوښتل شوي، چې د ایران د برید پر وړاندې دې زغم وښيي.

د امریکا په ګډون د اسراییل متحدین له دغه هېواده غواړي، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له زیاتېدو څخه ډډه وکړي.

اسراییل په پام کې لري د ایران د توغنديو او بې پیلوټه الوتکو برید ته ځواب ووایي.

یوې حکومتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ۲۴ساعتونو کې د دویم ځل لپاره خپله جنګي کابینه رابللې ده.

دوو جګپوړو اسراییلي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د ایران څخه غچ اخیستل به په لڼډ وخت کې ترسره نه شي او اسراییل به په یوازې سر عمل ونه کړي.

پر اسراییل د ایران برید د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د ښکاره جګړې وېره ډېره کړې او په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا ډېرېدو په اړه یې اندېښنې پراخې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن نتنیاهو ته ویلي، چې متحده ایالات به د ایران پر وړاندې د اسراییل په جګړه کې برخه وانه خلي.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان، سوریه، یمن او عراق کې د اسراییل او ایران پلوه ډلو ترمنځ نښتې روانې دي او اسراییل ویلي، چې تېره شپه د دوی څلور پوځیان دننه په لبنان کې ټپیان شوي دي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړۍ ځل دی چې اسراییل پر لبنان کې دننه د خپلو پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

په سرحدي سیمو کې، د اسراییل او د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ د څو میاشتو راهیسې د ډزو تبادله کیږي.

جوزپ بوریل د بهرنیو چارو او امنیت پالیسي لپاره د اروپايي اتحادیې عالي استازي ویلي: "موږ د یوې جګړې د پیل په څڼډه کې یو او باید له دې وضعیت لرې شو. موږ باید نور مخکې ولاړ نه شو، بلکې له دې وضعیت هم باید په شا شو. "

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون دې ته ورته څرګندونې کړي او د اسراییل د زغم په هکله یې د امریکا او ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې تکرار کړي‌.

د بلجیم او جرمني په ګډون ځینو هېوادونو د ایران سفیران هم احضار کړي دي.

روسیې د بریدونو په اړه په عام محضر کې پر خپل متحد ایران له نیوکې ډډه کړې؛ خو د دوشنبې په ورځ یې د تاوتریخوالي د خطر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د زغم غوښتنه یې کړې ده.