اسرايیلي رسنۍ: د ایران له لوري د ډرون بریدونو دویمه څپه به په کم وخت کې اسراییل ته ورسېږي

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران له لوري د بې پیلوټه الوتکو دویمه څپه به په نږدې شېبو کې اسراییل ته ورسیږي. د دغو راپورونو له مخې، احتمال شته چې د بې پیلوټه الوتکو ډېره برخه اسراییل ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شي.

اسراییلي رسنیو لیکلي چې د اسراییل پوځ د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره چمتو دی.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ د دغه هېواد وګړو ته ویلي وو چې د پناه ځایونو تر څنګ پاتې کېدو ته اړتیا نشته.