پر اسراییل د ایران کېدونکی برید؛ د امریکا ولسمشر ایران ته وویل، دا کار دې نه کوي

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د اسراییل پر ضد د ایران د پوځي ګواښ په اړه وویل، ایران ته یې پیغام دا دی چې «دا کار دې نه کوي.» جو بایډن پر اسراییل د ایران د نږدې راتلونکي برید په اړه وویل: «تمه لرم، چې ژر او یا وروسته به کېږي.»

هغه د جمعې په ورځ د (وری په ۲۴مه) خبریالانو ته وویل:« موږ د اسراییل څخه په خپل ملاتړ ټینګ ولاړ یو، له اسراییل څخه به ملاتړ کوو. موږ به د اسراییل په دفاع کې مرسته کوو او ایران به بریالی نه شي.»
له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو، چې ښايي ایران د جمعې په ورځ لسګونه توغندي پر اسراییل وتوغوي.
دوه امریکايي چارواکو سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي و، چې ښايي ایران له سلو څخه په زیاتو بې پیلوټه الوتکو او لسګونه توغنديو په اسراییل کې پوځي سیمې په نښه کړي.
اسراییلي چارواکو ویلي، چې د ایران د هر ډول برید لپاره چمتو دي.
د اکسیوس وېب پاڼې د درېیو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ایران د تېرې اونۍ په لومړیو کې د څو عربي هېوادونو له لارې د بایډن حکومت ته پیغام استولی، چې که د ایران او اسراییل په جګړه کې ځان ښکېل کړي؛ نو دوی به په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي.
دوو امریکايي لوړپوړو چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې دغه هېواد منځني ختیځ ته د نورو زیاتو ځواکونو د استولو په تکل کې دی چې پر اسراییل د ایران برید ته چمتو شي.
هغوی ویلي، چې امریکا په عراق او سوریه کې د ایران له‌خوا د دوی پر اډو د احتمالي برید له امله په اندېښنه کې ده.
د سپينې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند هم ویلي، چې پر اسراییل د ایران د غچ اخیستونکي برید له امله پېښیدونکی ګواښ «رېښتینی، کره او د پلې کېدو» وړ دی.
جان کربي د جمعې پر ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې د سپینې ماڼۍ چارواکي د ایران د غچ اخیستونکي برید له امله تیارسۍ ولاړ دي.