طالب استازو د اسماعیل هنیه د زامنو د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ
په قطر کې د طالبانو چارسمبالی سفیر محمد نعیم او په دوحه کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د حماس د سیاسي دفتر د مشر د زامنو د دعا اخیستلو په مراسمو کې برخه واخیسته.
تر دوی وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ټیلیفون په لیکه اسماعیل هنیه سره د هغه د زامنو د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړې وه.
په دوحه کې د طالبانو سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسماعیل هنیه د زامنو دعا د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۲۲ مه) نېټه واخیستل شوه.
فلسطیني رسنیو د چهارشنبې په ورځ د (وري په ۲۲مه) راپور ورکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر درې زامن او څلور لمسیان د اسراییل په هوایي برید کې وژل شوي دي.
طالبانو په تېرو میاشتو کې پر غزه د اسراییل بریدونه غندلي او له حماس ډلې څخه یې ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له اسماعیل هنیه سره د ټیلیفون پر لیکه د فلسطین خلکو ته «د زغم، استقامت او صبر» غوښتنه کړې ده.