د هنیه مېرمنې د خپلو زامنو او لمسیانو د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی
په خواله رسنیو کې د حماس د سیاسي دفتر مشر هنیه او د هغه د مېرمنې خپور شوی انځور د هغو د درې زامنو او څلورو لمسیانو د وژل کېدو له خپرېدو وروسته، د هغوی دواړو غبرګون ښيي.
د هنیه د کورنۍ غړي د چهارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه د اسراییل په یوه برید کې وژل شوي دي.
ښاغلي هنیه د پنجشنبې په ورځ رویټرز خبری اژانس ته ویلي، هغه زامن یې چې د چهارشنبې په ورځ د اسراییل په برید کې وژل شوي، د حماس جنګیالي نه وو.
هغه زیاته کړې، چې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو پر سر خبرې روانې دي او موږ یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه کوو.
د حماس د سیاسي دفتر مشر دا رنګه ویلي، چې اولادونه یې د اختر لپاره د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تلل چې د برید موخه وګرځېدل.
الجزیرې شبکې لیکلي، چې تر اوسه د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۶۰ کسه د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.