په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۶۳۴ تنو ته ورسېده
په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۳ زره او۶۳۴ تنو ته پورته شو. په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۹ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
اسراییل لا په دې اړه ځه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل د فلسطین د عامې روغتیا وزارت شمېرې ردې کړې وې.
له بل پلوه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونیسېف» ویلي، د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د دوی د همکارانو یوه ډله د غزې شمال ته د ننوتلو لپاره په تمه وه، د اسراییلي ځواکونو تر برید لاندې راغلې ده.
یونیسېف وايي، چې د غزې په تړانګه کې د مرستندویه کارکوونکو لپاره وضعیت ناامنه شوی دی.
ورته مهال د اسراییل په یوه بل برید کې د حماس د سیاسي دفتر مشر هنیه درې زامن او څلور لمسیان وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، تراوسه د اسراییل په جګړه کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۶۰ کسه وژل شوي دي.