د اسراییل لومړي وزیر ایران ته د پوځي برید ګواښ وکړ

د اسراییل لومړي وزیر په ښکاره توګه ایران ته ګواښ کړی. د ټایمز اسراییل ورځپاڼې د بنیامین نتنیاهو له قوله لیکي، چې که څه هم اسراییل په یوه ستونزمن وخت کې دی او له غزې سره په جګړې بوخت دی، خو په نورو برخو کې هم د احتمالي جګړې لپاره تیاری نیسي.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) وویل، د غزې په جګړه کې د اسراییل پوځي هڅې په "پوره ځواک" سره دوام لري، خو هېواد یې په نورو جبهو کې له ستونزو او ننګونو سره د مخامخ کیدو په موخه د دفاع او احتمالي برید په ځواب کې د اسراییل امنیتي اړتیاو ته ځان چمتو کوي.

هغه په ​​تل نوف هوايي اډه کې د اسراييلي «ایف-۱۵» جنګي الوتکو د ليدنې پر مهال پر اسراييل د ایران د برید ګواښونو ته په اشارې سره وويل: «موږ يو ساده اصل لرو: څوک چې موږ ته زيان ورسوي، موږ به يې زيانمنوو.»

د اسراييل په ایف-۱۵ الوتکې، د اوږد واټن د بريدونو لپاره د دغه هېواد د هوايي ځواک مهمې وسلې لیږدولی شي.

د اسراییل د پوځ راډیو د پنجشنبې په ورځ د ایران له خوا د احتمالي برید لپاره چمتووالي ته په اشارې سره ویلي، چې د اسراییل هوايي ځواک په تېرو ورځو کې له قبرس سره په ګډ تمریني الوتکو کې برخه اخیستې وه.

دغه تمرین د قبرس په اسامان سیمه کې ترسره شوی او په لرې پرتو اهدافو بریدونه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې ایراني چارواکو په کراتو په دمشق کې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ د حملې په خاطر اسراییل ته د سزا ورکولو ګواښ کړی دی.

په دغه برید کې په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران د قوماندان محمد رضا زاهدي او د هغه د مرستیال محمد هادي حاجي رحیمي په ګډون د دغې ډلې اوه تنه غړي ووژل شول.

بلومبرګ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې ایران به په مستقیم ډول یا د خپلو نیابتي وسلو په کارولو سره ډېر ژر د اسراییل پر پوځ او حکومتي اهدافو لوی توغندي یا ډرون بریدونه وکړي.

په داسې حال کې چې پر اسراییل د ایران د برید په اړه اټکلونه او ارزونې په نړۍوالو رسنیو کې یوه مهمه موضوع ګرځیدلې، د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو پخواني قومندان حسین علایي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ایران اساسي تګلاره له اسراییل او امریکا سره له جګړې ډډه کول دي.

له بلې خوا د ایران ځینو چارواکو تېره اونۍ نه یوازې اسراییل بلکې امریکا هم په غچ اخیستلو ګواښلې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ وویل: «د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له خوا د دې ګواښونو په وړاندې د اسراییل امنیت ته زموږ ژمنتیا په بشپړه ټوګه اوسپنیزه ده.»

د چهارشنبې په ورځ باخبرو سرچینو خبر ورکړ، چې امریکا د سعودي عربستان، عراق، متحده عربي اماراتو او قطر له لارې ایران ته خبرداری ورکړی چې له اسراییل سره د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي.

په همدې ورځ روسيې له ایران او اسراییل څخه وغوښتل چې په منځني ختيځ کې د اوسنيو کړکېچونو په ترڅ کې دې له زغم څخه کار واخلي، څو سيمه نوره بې ثباته نه شي.

د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم وویل، چې د دغه هېواد له لوري د اسراییل او ایران ترمنځ د منځګړتوب هېڅ غوښتنه نه ده شوي.

هغه په ورته وخت کې په ​​دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید د نړۍوالو قوانینو له ټولو اصولو سرغړونه وبلله.

که څه هم روسیې له دې مخکې په غزه کې له حماس سره په شپږ میاشتنۍ جګړه کې د اسراییل چلند غندلی، خو دغه هېواد په دودیز ډول هڅه کوي چې په سیمه کې له ټولو سترو قدرتونو سره دوستانه اړیکې وساتي.