په فرانسه کې یوه بریدګر په چاکو سره یو کس وواژه او یو بل یې ټپي کړ

د فرانسې رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په سویل لویدیځ کې د بوردو ښار ګارون سیند ته څېرمه یوه کس پرون په چاقو سره یو تن وواژه او یو بل یې ټپي کړ. د راپورونو له مخې، بریدګر د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

د فرانسې بي اېف اېم ټلویزیون د پولیسو په حواله ویلي، چې دا پېښه ترهګریزه نه وه.
د ټولنیزو رسنیو کې په ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې بریدګر پر یوه کس د چاقو ګوزارونه کوي.
تر اوسه د بریدګر د هویت په اړه معلومات خپاره شوي نه دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د برید قربانیان الجزایري وګړي دي.
د فرانس ۳ فرانسوي رسنۍ د راپور له مخې، پر یادو دوو کسانو د شرابو د څښکلو له امله برید شوی دی.
د دغې رسني په راپور کې زیاته شوې، چې د ټپي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په فرانسه کې د المپیک لوبو په درشل کې ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت امنیتي تابیاوې زیاتې کړې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت څو اونۍ وړاندې له ۴۶ هېوادونو وغوښتل، چې د پاریس د المپیک د امنیت ساتلو لپاره د دوه زره او ۱۸۵ مرستندویه پولیسو په برابرولو کې له دوی سره برخه واخلي.