ذبیح الله مجاهد: امیرخان متقي د حماس غورځنګ له مشر سره د هغه د زامنو په مرګ ویر وکړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ټیلیفون د حماس غورځنګ له مشر اسمعیل هنیه سره د هغه د دریو زامنو او لمسیانو په مرګ له نوموړي سره خواخوږي وکړه. تېره ورځ په غزه کې د حماس ډلې دغه مشر د کورنۍ غړي د اسراییل په برید کې وژل شوي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنج شنبه د (وري ۲۳مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسمعیل هنیه سره د ټیلیفون له لارې د هغه د دریو زامنو او لمسایانو په مرګ خواخوږي وکړه او ورته ويلي یې دي چې د هغه د زامنو «وينه به رنګ راوړي.»

د الجزیرې خبري شبکې تېره ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

دغې شبکې د اسماعیل هنیه له قوله ویلي، چې زامنیې د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر لپاره له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د لیدو لپاره روان وو، چې د اسراییل له لوري پرېبرید وشو.

د طالبانو وياند د اسمعیل هنیه له قوله لیکلي چې د حماس ډله به هم د طالبانو په پله پل ږدي او خپله جګړې ته به دوام ورکوي.

مجاهد د امیرخان متقي له قوله ویلي چې د حماس ډلې «مبارزه به په فلسطین کې د اسراییل د صهیونیستي رژیم د ماتېدو لامل شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې داسې مهال د لوېدیځ له ملاتړه برخمن اسراییل په وړاندې تونده ژبه کاروي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال د چهارشنبې په ورځ ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین لپاره روانې د امریکا مرستې د طالبانو لاسته لویږي.