بلومبرګ: په اسراییلي اهدافو د ایران او ایراني پلوه ډلو له خوا د بریدونو احتمال شته

بلومبرګ په یوه راپور کې د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي، چې امریکا او متحدین یې په دې باور دي چې ښايي ایران د اسراییل پر اهدافو بریدونه وکړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځي او حکومتي اهدافو پر وړاندې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه "نږدې" دي او تمه کیږي چې ایران به پر ملکي اهدافو بریدونه نه کوي.

وروسته له هغې چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلي ځواکونو له خوا برید وشو، ایران د غچ اخیستنې اعلان وکړ.

په ورته وخت کې د اسراییل دفاع وزیر ویلي وو، چې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو له خوا د هر ډول برید ځواب ته اماده دي.