ملګري ملتونه د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین پر وړاندیز غور کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د فلسطین له‌خوا د دغه سازمان د غړیتوب غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان د غړیتوب کمیټې ته وړاندې کړه.

په ملګرو ملتونو کې د مالټا دایمي استازې وینیسا فرازیر وویل، ۱۵ کسیزه کمیټه به د روانې میاشتې تر پایه د فلسطین د وضعیت په اړه پرېکړه وکړي.
د دغې غوښتنې د تصویب لپاره به لږ تر لږه نهه رایو ته اړتیا وي او د شورا له پنځو دایمي غړو: امریکا، روسیې، چین، فرانسې او انګلستان څخه هیڅ یو یې باید ویټو نه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د عربو هېوادونو ډلې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د فلسطین دولت ته د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب ورکولو اړتیا د پخوا پرتله خورا بېړنۍ شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان دایمي استازي عبدالعزیز ال واصل وویل:« موږ په دې برخه کې اړین ملاتړ ترلاسه کولو ته سترګې په لار یو.»
تېره اونۍ فلسطین د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته یو لیک استولی او له امنیت شورا یې غوښتي و، چې د بشپړ غړیتوب پر غوښتنلیک له سره غور وکړي.