طالبان ایران ته: د بې ځایه نیوکو پر ځای د خپلو سوداګریزو توکو کیفیت ته پام وکړئ

د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون وایي، چې دغه هېواد دې د بې ځایه او بې بنسټه نیوکو پر ځای د خپلو توکو کیفیت ته پام وکړي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په خپل اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې ده، چې که د سوداګریزو توکو کیفیت ته پاملرنه وشي د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت له افغانستان څخه د ایران د تېلو د ورستنېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې طالبان مناسب لابراتوار او کارپوهان نه لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د تېلو د کیفیت په معلومولو کې د طالبانو وړتیا کمه ده او په ازموینو کې د نیمګړتیاوو او تېروتنو احتمال شته.
د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره بیا له ټولو ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې افغانستان دې د خپلو با کیفیته توکو بازار وګرځوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې طالبانو یوازې تېره میاشت د نیمروز او فراه له لارو څخه د ټیټ کیفیت لرونکو تېلو ۲۴۳ ټانکرونه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.