افغانستان او قزاقستان د ټېکنالوجۍ د ودې او ډیجیټلي حکومتولۍ په موخه غونډه وکړه

د قزاقستان سفیر د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ له وزیر سره په کتنه کې د ټېکنالوجۍ د ودې او ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه د مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزیر نجیب الله حیات حقاني د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په دې کتنه کې وویل، چې اوسمهال افغانستان او قزاقستان د ګډو سوداګریزو راکړو ورکړو ترڅنګ د انټرنټ په برخه کې هم ځيني قراردادونه لري.

له دې سره؛ د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګلیدییف افغانستان ته په نږدې راتلونکي کې د دوه اړخیزو اړیکو او د دغه هېواد له خوا له افغانستان سره د ټېکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ په موخه د قزاقستان د لومړي وزیر د سفر خبر هم ورکړ.
د نوموړي په خبره؛ دا هېواد به د قزاقستان، تاجکستان او ارمنستان ډیجیټلي سیسټمونه په افغانستان کې هم عملي کړي.
نجیب الله حقاني بیا د دغو موضوعاتو اړوند د یوه تخنیکي ټیم پر جوړېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا ټیم به د قزاقستان له خوا په هغو مشخصو برخو کې چې دوی غواړي همکاري وکړي.
په ډیجیټلي حکومتوالۍ سره به ټولې چارې په انټرنټي او انلاین ‌‌‌‌‌‌ډول ترسره شي او باور دا دی چې د دغه سیسټم په پلې کېدو سره به د فساد مخه هم ونیول شي.
‎دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم هڅه کوله؛ څو په ډیجیټلي حکومتوالۍ سره د اداري او مالي تشکیلاتو بڼه په بشپړه توګه بدله کړي، چې دغه چاره تر یوه حده عملي شوه.
د یادولو ده، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ډیجیټلي سیسټم د ورځنیو فعالیتونو د ودې، چټکوالي او د فساد د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.