ایران د یوه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کورنۍ ته د خواخوږۍ په موخه ګلان لېږلي دي

د اسراییل د کورني امنیت اداره وایي؛ داسې احتمال شته چې ایران د یوه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کورنۍ ته د خواخوږۍ په موخه ګلان لېږلي دي.

د دغه یرغمل شوي کس کورنۍ د یکشنبې په سهار یوه ګېډۍ ګلان ترلاسه کړل، چې د یرغمل شوي کس د مړینې د تسلیت پیغام پکې اېښودل شوی و.
په دې پیغام کې لیکل شوي: «یاد یې پخیر، ټول پوهېږو چې هېواد تر هر څه مهم دی.»
د اسراییل د کورني امنیت ادارې ویلي دي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
۱۹ کلن اسراییلي سرتېری لیري الباګ چې د حماس ډلې له خوا په یوه ترهګریز برید کې یرغمل شوی و، تر اوسه هم له شاوخوا ۱۳۰ نورو یرغمل شویو سره ساتل کېږي.
د الباګ کورنۍ له هغو فعالو کورنیو څخه ده، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هڅې کوي.
د غزې او اسراییل تر منځ تر هغه وروسته جګړې پیل شوې، چې حماس پر اسراییل د اکټوبر په ۷مه نېټه برید وکړ، چې له امله یې ۱۱۳۹ کسان ووژل، لسګونه نور کسان په دغه برید کې د حماس له خوا یرغمل شوي چې یو شمېر یې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د دغو جګړو له پیل څخه تراوسه بیا څه باندې سل زره فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
له دې سره؛ د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې نږدې لس زره ناروغان باید د ژغورنې په موخه له غزې څخه بهر ولېږدول شي.
د راپورونو له مخې؛ د غزې ۸۵ سلنه خلکو خپل کورونه هم له لاسه ورکړي دي.