بې پولې ډاکټرانو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده

بې پولې ډاکټران وایي، په ټوله غزه کې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه شوي، کلابند شوي او بمبار شوي دي. دوی په اېکس پاڼه لیکلي، د طبي او بشري کارکوونکو لپاره د خوندیتوب نشتوالی د مرستې رسول ناشونې کوي.

دوی یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي:« موږ سملاسي او دوامداره اوربند ته اړتیا لرو.»
له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د غزې په جګړه کې د اسراییل له‌خوا د مصنوعي ځیرکتیا په کارونه اندېښنه څرګنده کړې.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« زه د هغو راپورونو له امله سخت اندېښمن یم، چې د اسراییل پوځ په بریدونو کې د اهدافو په پېژندنه کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي، چې په پایله کې یې د ملکي تلفاتو کچه لوړېږي.»
هغه وایي، مصنوعي ځیرکتیا باید د نړۍ د ګټې لپاره د ښه ځواک په توګه وکارول شي؛ په صنعتي کچه په جګړه کې مرسته نه شي کولی.
له بل پلوه ښاغلی ګوترېش د غزې په جګړه کې د ۱۹۶ مرسته رسوونکو د وژنې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه وایي:« اسراییل خپله تېروتنه منلې؛ خو بنسټیزه ستونزه دا نده، چې دغه برید چا کړی؛ بلکې داسې ستراتیژي هم شتون لري، چې اجازه ورکوي دغه ډول تېروتنې بیاځلې تکرار شي.»