د ترکیې ساحلي ګارډ تر ۳۰ ډېر کډوال یونان ته د تللو پرمهال ونیول
د ترکیې ساحلي ګارډ څه باندې ۳۰ تنه کډوال، چې یونان ته په لاره وو نیولي او د موغلا سیمې د کډوالۍ ادارې ته یې سپارلي دي. د ترکیې امنیتي ځواکونو ویلي دي، چې دغه کډوال په یوه پلاستیکي کښتۍ کې سپاره وو او یوناني ځواکونو د ترکیې اوبو پورې څارلي وو.
په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول پر یونان د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو له امله انتقادونه کړي دي.
راپورونه ښیي، چې په ترکیه کې د افغانانو په ګډون د اوسیدو له اسنادو پرته د کډوالو نیول، اخراج او ناوړه چلند زیات شوی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو او نیولو په موخه یې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې پوستې او ګرځنده ګزمې زیاتې کړي دي.