په غزه کې د اسراییل د بریدونو د قربانیانو شمیر تر ۳۳ زرو تنو واوښت

د غزې روغتيا وزارت وايي، د تېر کال له اکتوبر راهيسې د اسراییل په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ٣٣ زره ٩١ او د ټپيانو شمېر ٧٥ زره او٧٥٠ تنو ته رسېدلى دى. دغه وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ وايي، د دوی هوایی ځواک د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۶ په غزه کې شاوخوا ۳۰ نور ځایونه په نښه کړل.

د اسراییل پولیسو ویلي، چې سرحدي پولیسو د لویدیځې غاړې په تلکرم کې یو فلسطینی هغه مهال وواژه کله، چې هغه د "بم غورځولو" هڅه وکړه.

حماس ویلي، امریکا او مصر د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د نظر له سترو اختلافونو خبر دي، خو دوی غواړي د اوربند خبرې ژوندۍ وساتي.