نوې څېړنې ښيي، چې تر ۲۰۴۰ کاله به د پروسټاټ په ناروغۍ د اخته نارینهو شمېر دوه برابره شي
د یوې نوې څېړنې د وړاندوینې له مخې، تر ۲۰۴۰ کاله به په ټوله نړۍ کې په پروسټاټ د اخته نارینهو شمېر دوه برابره یعنې ۲.۹ مېلیونه کسانو ته لوړ شي. دغه څېړنه ښيي، چې د دغه ډول سرطاني ناروغۍ له امله به په همدې موده کې د مړینې کچه هم ۸۵ سلنه زیاته شي.
دمګړۍ د نړۍ په سلو هېوادونو کې د نارینهو د مړینې اصلي لامل د پروسټاټ سرطان ښودل شوی دی.
د نوې څېړنې له مخې، داسې وړاندوینه هم شوې چې که په ۲۰۲۰ کال کې د پروسټاټ په ناروغۍ ۱.۴ مېلیونه خلک اخته شوي وو، په ۲۰۴۰ کال کې به دغه شمېر ۲.۹ مېلیونه کسانو ته لوړ شي، په دې مانا چې په هر ساعت کې به ۳۳۰ تنه نارینه پر دغه ناروغۍ اخته کېږي.
داسې هم ویل کېږي، چې که په ۲۰۲۰ کال کې له دغې ناروغۍ څخه په کال کې ۳۰۰ او ۷۵ زره کسان مړه کېدل؛ نو دغه شمېر به په ۲۰۴۰ کال کې ۷۰۰ زرو ته پورته شي.
کارپوهان په دې باور دي، چې ښايي دغه شمېر له دې نور هم لوړ شي؛ ځکه چې په دې برخه کې تشخیص سم نه کېږي، بېوزله او د کمزوري اقتصاد لرونکي هېوادونه په پروسټاټ د اخته ناروغانو شمېر هم نه شي ثبتولای.
د دغې څېړنې موندنې د بریتانیا د لنست په مجله کې خپرې شوې او د شنبې په ورځ به په پاریس کې د اروپا د ارولوژۍ په کلنۍ ناسته کې وړاندې شي.
کارپوهان باوري دي، چې د ناروغۍ بر نښو نښانو د خلکو پوهاوی، ازمیښتي امکاناتو ته لاسرسی او پر وخت تشخیص کولای شي د دغو شمېرو په کمولو او د خلکو د ژوند ژغورلو په برخو کې مرسته وکړي.