تېرو څلورو میاشتو کې پر غزې د اسراییل بریدونو 'له ۱۸ مېلیارډه ډالرو' ډېر زیان اړولی
نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو په یوه راپور کې اټکل کړی، چې د اسراییل لهخوا پر غزې د تېرو لومړیو څلورو میاشتو بمباریو په ترڅ کې ۱۸.۵ مېلیارډه ډالر د دغې تړانګې ودانیو ته زیان اوښتی دی.
د دغه راپور له مخې، دغه څه په ۲۰۲۲ کال کې د غزې تړانګې او لویدیځه غاړه کې د ناخالصه تولیداتو ۹۷ سلنه جوړوله.
په راپور کې دا هم راغلي، چې پر غزې د اسراییل د دغو بریدونو له امله ۲۶ مېلیونه ټنه خاورې خځلې ډېرۍ شوې چې د هغو پاکول ښايي کلونه، کلونه وخت واخلي.
نړۍوال بانک په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ۷۲ سلنه زیان استوګنځایونو او ۱۹ سلنه نور یې عامه ودانیو لکه ښوونځیو، روغتونونو او د اوبو رسولو زېرمه ځایونو ته اوښتی دی.
د دغه راپور له مخې، دمګړۍ له یو مېلیون څخه زیات وګړي په غزه کې د سر پناه کولو ځای نه لري او د دغې ټولنې ۷۵ سلنه خلک بېکوره او لالهانده دي.
دا رنګه ارزونې ښيي، چې د غزې نیمايي خلک د لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي او ټول یې د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ څخه رنځېږي.
په غزې تړانګه کې شاوخوا ۲.۳ مېلیونه خلک ژوند کوي.
په غزه کې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی وايي، چې د اسراییل په بریدونو کې تر دې مهاله له ۳۲ زره زیات کسان وژل شوي دي.