امیر عبداللهیان: د امریکا د ګټو د خوندیتابه په موخه مو د سویس سفارت چارواکی احضار کړ
ایران په دغه هېواد کې د سویس سفارت چارواکی احضار کړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اېکس پاڼه لیکلي:« دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د صهیونیسټي رژیم له برید او د یوشمېر رسمي پوځي سلاکارانو له شهادت وروسته، ایران کې د امریکا د ګټو د خوندیتابه په موخه د سویس سفارت چارواکی احضار شو.»
هغه لیکلي، چې په دې احضارېدنه کې د اسراییلي رژيم د «ترهګریز» بريد او جنايتونو بېلابېل اړخونه بيان شول او د امريکا د حکومت پر مسووليت هم ټينګار وشو.
هغه زیاته کړې:« د صهیونیسټ رژیم د ملاتړي په توګه د امریکا حکومت ته یو مهم پیغام استول شوی دی. امریکا باید حساب ورکړي.»
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په توغندیزو بریدونو کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې درې لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.
له بل پلوه په دمشق کې د ایران سفیر ویلي، چې په دغه برید کې له ۵ تر ۷ کسان وژل شوي دي.