ازبکستان د تعرفو په کمولو سره د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې انتقالات زیاتوي
د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې مرستیال وایي، چې دغه هېواد غواړي د رېل د تعرفو د ۵۰ سلنې په کمولو سره د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه زیاته کړي.
د طالبانو د رېل پټلۍ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حکمت الله رحمتاوف د دغې ادارې له رییس بخت الرحمن شرافت سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه هېواد غواړي د افغان ټرانس په څېر د سترو رېل پروژو په پلې کولو کې ځانګړې ونډه ولري.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) د طالبانو د رېل پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره په کتنه کې همداراز زیاته کړه، چې ټرانزیټي بهیر ته به هم وده ورکړل شي.
د خبرپاڼې له مخې؛ ازبک پلاوي ژمنه کړې چې د حيرتان - مزارشريف د لارې په اوږدو نايب اباد سټيشن کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو ساتنځی هم جوړ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ساتنځي په جوړېدو سره به د افغانستان تازه مېوې او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.
د یادولو ده، چې بخت الرحمان شرافت په دې کتنه کې د دوه اړخيزو رېل پټۍ همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د حيرتان - مزار اورګاډي پټلۍ د افغان - ټرانس اورګاډي يوه مهمه برخه ده، چې اوسمهال له منځنۍ اسيا څخه د هېواد د اړتيا وړ توکي له همدې لارې افغانستان ته داخلېږي.