د اېلان ماسک له مالکیت وروسته، امریکا کې د اېکس شبکې کارونه کې تر 'شل سلنه ډېر' کمی راغلی
د «سنسور ټاور» په نامه د یوې څارونکې کمپنۍ موندنې ښیي، له هغه وروسته چې اېلان ماسک د اېکس شبکې خاوند شو، د دغه شبکې امریکایي کاروونکي ۲۳ سلنه کم شوي ي. د راپورونو له مخې، د نړۍ په کچه هم د اېکس په کاروونکو کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی.
د دغه راپور له مخې، د نړۍ په کچه هره ورځ ۱۷۴ مېلیونه وګړي د اېکس په شبکه کې فعاله دي.
د اېکس شبکې په رسمي بڼه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په څنګ زنه توګه یې دغه اطلاعات رد کړي دي.
دغې شبکې ویلي، چې هره ورځ ۲۵۰ تنه د اېکس شبکه کاروي او په میاشت کې ۵۵۰ مېلیونه خلک پخواني ټویټر ته سر ورښکاره کوي.
دغې شبکې دا راز ویلي، د ورځنیو کاروونکو شمېر او هغه دقیقې چې کاروونکي په منځنۍ توګه په دغه شبکې کې فعالیت کوي مخ په زیاتېدو دی.
اېلان ماسک د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د ۴۴ مېلیارډه ډالرو په ارزښت ټویټر واخیست او وروسته یې نوم پر اېکس واړوه.