لاوروف: روسیه له امریکا سره د بندیانو د تبادلې پر سر خبرو ته چمتو ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې د ولادیمیر پوتین او جو بایډن ترمنځ د پخوانیو هوکړو پر بنسټ مسکو له واشنګټن سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر سر د خبرو لپاره چمتو دی.

سرګي لاوروف اېزوسټیا ورځپاڼې ته ویلي، چې روسیې او امریکا د بندیانو د تبادلې لپاره په ۲۰۲۱ کال کې هوکړه کړې وه.
هغه زیاته کړې:« امریکاییان هر وخت بیانیې ورکوي، چې هوکړه شوې؛ خو روسیه همکاري نه کوي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد نورو چارواکو په دغه هېواد کې د امریکایي بندیانو په اړه نظر نه دی وړاندې کړی.
خو اېوان ګرشکوویچ په روسیه کې د وال سټریټ ژورنال خبریال چې په خټه امریکایی دی، د ۱۴۰۲ کال د وري په نهمه د «جاسوسۍ» په تور نیول شوی.

وال سټریټ ژورنال دغه تور رد کړی او ویلي یې و، چې د اېوان ګرشکوویچ د ژر تر زره خوشې کېدو غوښتنه کوي.