ملګري ملتونه د ښځو له لباس سره د اسراییلي سرتېرو د انځورونو اخیستل ټولو ښځو ته سپکاوی بولي
د فلسطیني ښځو له لباس سره د اسراییلي سرتېرو د انځورونو له خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند دا کړنه د فلسطین او ټولې نړۍ ښځو ته سپکاوی وباله.
په ځینو انځورونو او ویډیوګانو کې چې د اسراییلي پوځیانو له خوا خپاره شوي، لیدل کیږي چې دغه سرتېري په غزه کې د خلکو په کورونو کې د ښځو له جامو سره لوبې او مسخرې کوي.
د اسراییل پوځ رویټرز ته ویلي، چې د فلسطیني ښځو د جامو لاندې لباسونو سره د اسراییلي سرتېرو د انځورونو او ویډیوګانو په اړه څېړنې کوي.
د اسراییل د پوځ ویاند وایي، چې د دوی د سرتېرو دا کړنه د پوځ د ارزښتونو او اوامرو خلاف عمل دی.
د نوموړي په خبره: «ددغو ویډیوګانو په ارزونې سره ښکاري چې د سرتېرو چلند ناسم و او د ضوابطو په اساس به ورسره برخورد وشي.»
د یادولو ده، چې دغه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي او سلګونه زره کسانو لیدلي دي.