د ایران د بهرنیو چارو وزیر عشق اباد ته ورسېد
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ورسېد. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حسین امیر عبداللهیان به له ترکمنستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر احمد ګربانوف په عشق اباد کې د ښاغلي عبداللهیان هرکلی وکړ.