اسراییل: د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک په غزه کې د اوربند په اړه خبرو ته زیان رسولی دی

اسراییل وايي، د حماس له‌خوا له اسراییل سره په غزه کې د اوربند د اوسني وړاندیز ردول؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له هغو "زیانونو" څخه دی چې د سملاسي اوربند غوښتنه کوي.

د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې اسراییل به هغه څه ته تسلیم نه شي چې د فلسطیني وسله‌والې ډلې "ناوړه غوښتنې" بولي، چې په کې د جګړې پای ته رسول او د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل شامل دي.
امریکا بیا د اسراییل دغه څرګندونې “ناسمې" بللې دي.
ورته مهال د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس د پوځي څانګې مرستیال مروان عیسی شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د نصیرات د کډوالو د کمپ لاندې په یوه تونل کې په برید کې وژل شوی دی.
د پوځ ویاند وویل:« موږ ټول استخبارات څارلي دي، مروان عیسی په برید کې له منځه تللی دی.»
له بلې خوا د حماس د روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۸۱ کسان وژل شوي چې له دې سره پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۲۴۰۰ کسانو واوښت.