المان ۱۹۰ زره افغان زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ۱۵ میلیونه ډالرو مرسته ځانګړې کړه

د المان د اقتصادي او پراختیايي همکارۍ وزارت په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې ټاکل شوې دغه مرستې د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنو ټولنو او همداراز د ابتدایي ښوونځيو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شي.
دغه سازمان د سې شنبه په ورځ (د وري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړه؛ المان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی، چې په افغانستان کې یې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره تر ټولو ډېرې مرستې کړي دي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې شاوخوا ۷۸ میلیونه یورو ته رسېدلې دي.
د المان دولت د اقتصادي او پراختیايي همکارۍ په وزارت کې د ناورین د مدیریت، بیارغاونې او د مرستو د پراختیا د برخې مشره کاتارینا اسپېس له افغانستان سره ددې هېواد د ژمنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ.
نوموړې وایي: «المان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او مونږ پر خپلو پښو د ټولنې د درېدو لپاره مرستو ته دوام ورکوو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خو ړو د نړیوال پروګرام مشر هسیایو وي لي د اقلیم له ننګونو سره د مقابلې لپاره د خوړو د سیستم د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړی وایي: «په افغانستان کې د اقلیم د ناورین اغیزې زیاتې دي او وچکالي، سیلابونه او نورې طبیعي پېښې افغان ټولنه له منځه وړي.»
د ملګرو ملتونو ددغه چارواکي په خبره، د خوړو نړۍوال پروګرام له بزګرانو ملاتړ کوي، دوی بازارونو سره نښلوي او د کرنیزو فعالیتونو له لارې ښځې پیاوړې کوي.
المان په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶۷ میلیونه یورو، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۴۶ میلیونه یورو او په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۷۸ میلیونه یورو مرستې کړې دي.
د یادولو ده، چې د خوړو نړۍوال پروګرام وایي؛ د خپلومرستو د دوام په موخه په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.